د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، چې د دغه وزارت د ‏نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ پلاوی ایران ته د دغه هېواد په رسمي بلنه په سفر روان شوی.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د نشه یي توکو د تشخیص او د نشه یي توکو د مخنیوي پر ګډې مبارزې او همکاريو پراختيا خبرې اترې وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version