د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، ملا هدايت الله بدري ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر، د نفتو او ګازو له رئیس، د جیولوژۍ پوهنتون له رئیس، د معلوماتي او ټکنالوژۍ وزارت له مرستیال او هلته مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، سرپرست وزیر په دغو غونډو کې ازبکستاني پانګوال هڅولي چې د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

همدا راز د افغان انجنیرانو د ظرفیت لوړول او د هېواد د کاني زېرمو اغېزمنه ګټه‌اخیستنه د دغو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version