د فرانسې د مارسي ښار پوليسو ويلي چې، دغه ښار کې د روسیې پر کونسلګرۍ د دوو توغول شویو راکټونو له منځه یوه یې چاودنه کړې خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی او د کونسلګرۍ کارکوونکو ته د دننه پاتې کېدو امر شوی دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی او سیمه هم د پولیسو له لوري کلابنده ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا له فرانسې غوښتي چې، د موضوع په تړاو دې بشپړ او چټک اقدمات ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version