د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د لیبیا سواحلو ته نږدې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې ۵۳ کسان مړه او ورک شوي دي.

د راپور له مخې، کښتۍ کې شاوخوا ۵۵ کسان سپاره وو چې غوښتل یې د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته ځانونه ورسوي.

سرچینه زیاتوي، چې د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version