د کابل ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مسوولینو یې د کابل ښار ۱۵مه ناحیه کې له یوه ګودام څخه څه باندې ۵۰ ټنه تاریخ تېري او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي کشف او نیولي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه توکي به د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شي.
د کابل ښاروالۍ ۱۵مې ناحیې رئیس له پلورونکو غوښتي، چې د تاریخ تېرو او بېکیفیته توکو له پلورلو ډډه وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د ښاریانو د روغتیایي خوندیتوب په موخه، کابل ښاروالۍ په دوامداره توګه د ښار پر بازارونو څارنه کوي.
