د اسد ۲۴مه د افغانستان په سیاسي او جهادي تاریخ کې یوه خورا ویاړلې، برخلیک ټاکونکې او د هېوادوالو لپاره د زړه له کومې د خوښۍ یو باارزښته ورځ ده. په دې پېړۍ کې افغان مؤمن، مجاهد او مېړني ولس وکولای شول چې د بهرنیو اشغالګرو پوځونو په وړاندې خپله ویاړلې او نه ماتېدونکې اراده ثابته کړي او د شل کلن سخت مقاومت او جهاد په پایله کې خپل ګران هېواد له بهرني تسلط، نظامي اشغال او استعماري نفوذ څخه په بشپړ ډول آزاد کړي.
دا لویه او بریالۍ فتحه د افغانانو د اتلولۍ، کلک ایمان او قربانیو د ثمرې څرګند ثبوت دی، چې خپله پاکه خاوره یې د نړۍ د زبرځواکونو له اشغال او تېري څخه خلاصه او په ټول هېواد کې یې د حقیقي اسلامي واکمنۍ او نظام شتون ډاډمن کړ.
پرځېدلی جمهوریت چې په مطلق ډول پر بهرنیو پوځي مرستو، پردیو بودیجو او د سفارتونو پر مستقیمو لارښوونو ولاړ و، د دې جوګه نه و چې د مؤمن او مجاهد افغان ولس له حقیقي غوښتنو او اصیلو ارزښتونو استازیتوب وکړي. د جمهوریت پردیپال او فاسد رژیم او سمبولیکو واکمنانو په عمل کې ثابته کړې وه، چې د افغانانو د ارزښتونو، ثبات او امنیت د خوندي کولو پر ځای يوازې د بهرنیانو د شومو اهدافو د پلي کولو او د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره کار کوي.
د اسد په ۲۴مه د بهرنیو یرغلګرو له رسوایۍ او شرم ډک وتلو سره سم، د جمهوري رژیم تښتېدلي مشران هم له خپلو راټولو کړو شتمنیو سره یو ځای وتښتېدل؛ دوی وښوده چې د پردیو په لاس جوړ شوي رژیمونه هیڅکله دوام نه شي کولای او نه هم ولس ته نېکمرغي او دایمي ثبات راوړلای شي.
د دغې ویاړلې او له لويو لاسته راوړنو ډکې کامیابۍ په ترڅ کې، نوی افغان حکومت توانېدلی چې په ټول هېواد کې یو سرتاسري، پیاوړی او متحد مدیریت په پوره ژمنتیا رامنځته کړي. همدا مهال د ګران هېواد هره برخه تر یوه منظم، عادلانه او واحد رهبریت لاندې اداره کېږي، چې له برکته یې د تېر په څېر د زورواکۍ، اداري فساد او ګډوډیو مخه په بشپړ ډول نیول شوې ده. اوس مهال بشپړ ډاډمن امنیت هر لور ته حاکم دی او ملت کولای شي چې له وېرې پرته خپلو ټولو چارو ته دوام ورکړي.
پنځه کاله کېږي چې افغانان د رښتینې آزادۍ له ارزښتمن نعمت برخمن دي او دا پنځه کلن سفر ثابتوي چې هېواد یوازې د آزادۍ او خپلواکو تصامیمو له لارې په پښو درېدای شي. افغانانو ته پکار ده چې له استقلال ملاتړ وکړي، ځکه هغه ملتونه چې له دغسې واقعي استقلال برخمن وي، د هغوی راتلونکې به باامنه، باثباته او له پرمختګ سره یو ځای تضمین شوې وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


