Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ
    سیاسي لیکني

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    عمران آغاعمران آغا14 اگست 2026څرگندونې نشته7 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځینې ورځې یوازې د یوه کال او یا د یوې نېټې په توګه په یاد کې نه پاتې کېږي، بلکې د یوه نسل د حافظې برخه ګرځي. د زمري ۲۴مه هم له همدې ورځو څخه یوه ده؛ هغه ورځ چې له شلو کلونو جګړې، اشغال، پردیو سیاسي لاسوهنو او پوځي حضور وروسته امریکايي ځواکونه او د هغوی متحدین له افغانستان څخه وشړل شول او د ټول هېواد واک د اسلامي امارت لاس ته ولوېد.

    د دې ورځې ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې یو بهرنی پوځ له افغانستانه وشړل شو، بلکې په دې کې هم دی چې د شلو کلونو لپاره د افغانستان پر سیاسي، نظامي او ټولنیز جوړښت د بهرني نفوذ هغه پروژه پای ته ورسېده، چې د ۲۰۰۱م کال له پېښو وروسته جوړه شوې وه.

    د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر له پېښو وروسته امریکا د دغو بریدونو مسؤلیت القاعده ډلې ته منسوب کړ او د افغانستان د وخت له حکومته یې د اسامه بن لادن د ور سپارلو غوښتنه وکړه. هغه مهال اسلامي امارت هڅه وکړه چې موضوع د خبرو او حقوقي اصولو له لارې حل شي، خو واشنګټن د پوځي فشار لاره غوره کړه. د امریکا او متحدینو پوځي یرغل د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې پیل شو، د افغانستان خپلواک سیاسي او نظامي جوړښت یې ړنګ کړ او د افغانانو اساسي حقوق یې تر پښو لاندې کړل.

    د دې خونړي اشغال په پیل کې د «ترهګرۍ(!) ضد مبارزې»، «بشري حقونو»، «بیارغونې» او «ډیموکراسۍ» شعارونه وړاندې کېدل، خو د دوو لسیزو واقعیتونو وښودله چې پر دغو دروغجنو او تبلیغاتي شعارونو سربېره افغانستان د پراخې جګړې، هوايي بریدونو، زندانونو، جبري بې ‌ځایه کېدو او پراخو بشري تلفاتو شاهد و.

    د شل کلنې جګړې په اوږدو کې زرګونه افغانان شهیدان شول، ګڼ نور ټپیان او معلول شول او میلیونونه نور د هېواد دننه او بهر بې ‌ځایه شول. د افغانستان په ګڼو سیمو کې کورونه، کلي، عامه تأسیسات او اقتصادي بنسټونه د جګړې له امله زیانمن شول او یا په بشپړ ډول له منځه لاړل.
    د افغانستان لپاره نوی سیاسي جوړښت د بُن په کنفرانس کې طرحه شوی و. په دې بهیر کې د افغانستان د راتلونکي نظام لپاره سیاسي چوکاټ جوړ او وروسته د نوي اساسي قانون، انتخاباتو او دولتي ادارو له لارې د جمهوریت په نوم جوړښت پر افغانانو وتپل شو.

    د جمهوریت پلویانو دغه رژیم د ډیموکراسۍ، ولسواکۍ او د خلکو د سیاسي مشارکت د دورې په توګه وړاندې کاوه؛ خو منتقدینو یې له پیل څخه د بهرني نفوذ، پراخو بهرنیو مرستو پورې تړلتیا او د افغانستان په سیاسي چارو کې د نړیوالو قدرتونو د پراخې مداخلې په اړه پوښتنې مطرح کولې، چې بالاخره یې په مقابل کې ودرېدل.

    په عملي ډګر کې د جمهوریت بقاء تر ډېره د نړیوالو مرستو، بهرني سیاسي ملاتړ او د نړیوالو زبرځواکونو له پوځي حضور سره تړلې وه. همدا حقیقت وروسته هغه مهال لا څرګند شو چې د بهرنیو ځواکونو له ماتې سره جمهوري رژیم په ډېر لنډ وخت کې له سقوط سره مخ شو.

    د تېرو شلو کلونو په موده کې افغانستان ځینې بدلونونه هم تجربه کړل، خو د دې بدلونونو تر څنګ داسې ستونزې هم موجودې وې، چې له پامه غورځول یې د تاریخ پر واقعیتونو سترګې پټول دي. فساد، اختلاس، اداري کمزوري، انتخاباتي لانجې، پر بهرنیو مرستو اتکاء، د واک پر سر سیاسي اختلافات، قومي او سمتي سیالۍ، د زورواکانو پراخ نفوذ او د امنیتي وضعیت خرابوالی د جمهوري رژیم اساسي ستونزې وې، چې ځینې یې په لنډمهاله توګه بهرنیانو د مداخلې له لارې حل کولې.

    د هر سیاسي نظام تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې د هېواد د اساسي پرېکړو واک له چا سره دی؟ که یو نظام د خپل امنیت، اقتصاد او سیاسي بقاء لپاره تر ډېره پر بهرنیو قدرتونو متکي وي، نو د هغه د بشپړې آزادۍ ادعا له جدي ستونزې سره مخ کېږي. جمهوري رژیم متأسفانه واک نه درلود او پر بهرنیانو د اتکاء له امله یې د آزادۍ ادعا په بشپړ ډول تر پوښتنې لاندې وه.

    د جمهوري رژیم پر مهال په افغانستان کې بهرنیو اشغالګرو ځواکونو پراخ پوځي حضور درلود. د امریکا او ناټو پوځي اډې، هوايي بریدونه، شپنۍ چاپې، پیاده جګړې، پوځي عملیات او د جمهوي رژیم رهبري کول د ورځني واقعیت برخه وو. په مقابل کې، د افغانستان د خپلواکۍ غوښتونکو لپاره اساسي مسئله دا وه، چې هېواد باید د خپلو سیاسي او امنیتي پرېکړو واک په خپله ولري، نه دا چې د بهرنیو قدرتونو پوځي او سیاسي محاسبې یې برخلیک وټاکي.

    د جمهوریت له مهمو شعارونو څخه د بیان آزادي، بشري حقونه او د ښځو حقوق وو، په دې برخه کې د شعار او عمل ترمنځ واټن موجود و. د بیان آزادي هغه مهال وه چې چا به د دغه بې واکه رژیم او اشغال ستاینه کوله، خو هغه مهال به د بیان آزادي نه وه چې د جګړې قرباني به خپل غږ اوچتاوه، مظلوم به مظلومیت څرګندوه او د رښتینې آزادۍ غوښتنه به یې کول.

    د جمهوریت په دوره کې ګڼ سیاسي ګوندونه او سیاسي جریانونه فعال وو. په ظاهره دا د سیاسي مشارکت نښه وه، خو د دې تر څنګ د ځینو سیاسي څېرو او جریانونو د بهرنیو هېوادونو له ملاتړ او تمویل سره تړاو هم د اوږدې مودې لپاره د بحث موضوع وه.

    سیاسي جریانونو د خپل ولس پر ځای د بهرنیو قدرتونو پر ملاتړ تکیه کړې وه او یوه مهمه ستونزه همدا وه چې د هېواد سیاسي اختلافات په شلو کلونو کې ډېر ځله د بهرنیو قدرتونو له ملاتړ سره تړلي وو.

    په ۲۰۲۱م کال کې د امریکايي ځواکونو شړل کېده او د جمهوریت پرځېدل د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یو ستر بدلون و. هغه رژیم چې شل کاله د امریکا او متحدینو له سیاسي، مالي او نظامي ملاتړ څخه برخمن و، په ډېر لنډ وخت کې له منځه لاړ.

    د افغانستان جګړه یوازې د افغانانو لپاره تاریخي تجربه نه وه، بلکې د امریکا لپاره هم له ستراتیژیک پلوه یوه مهمه تجربه وه. امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پیل کړې وه، خو له شلو کلونو وروسته یې له داسې وضعیت سره هېواد پرېښود، چې په خپل لاس جوړ شوی رژیم یې پرځېدلی و.

    د امریکايي اشغال ماتې دا تصور هم ناسم ثابت کړ چې امریکا په هره جګړه کې د خپلې پوځي برترۍ له لارې حتمي بری ترلاسه کولی شي. افغانستان یو ځل بیا په دې سره دا حقیقت ثابت کړ، چې پوځي ځواک کولی شي یو جوړ نظام نسکور کړي، خو یوازې په پوځي ځواک د یوه هېواد سیاسي او ټولنیز راتلونکی نه شي ټاکلای.

    اوس چې افغانستان آزادی شوی، نو د دې آزادۍ ساتل تر هغې هم ستر مسؤلیت دی. اوس باید پر دې هم کار وشي چې څنګه یو باثباته، عادلانه، اقتصاد محوره او د خلکو د باور وړ اسلامي نظام ثابت پاتې کېدای شي.

    د بهرني نفوذ د مخنیوي تر څنګ باید د هر راز فساد، بې ‌عدالتۍ، تبعیض، اقتصادي ستونزو او د ولس او حکومت ترمنځ د واټن مخه هم ونیول شي.

    د ټولو لپاره د تېرو شلو کلونو تر ټولو لوی درس دا دی، چې افغانستان باید د بل هېڅ هېواد د سیالۍ میدان نه شي؛ نه باید د کوم بهرني قدرت پوځي اډه وي، نه د بل هېواد د ستراتیژیکو موخو لپاره د جګړې میدان او نه هم د نړیوالو قدرتونو د سیالیو وسیله وګرخي.

    افغانان باید پر خپلو ګډو ارزښتونو راټول شي، قومي، ژبني او سمتي اختلافات د سیاسي دښمنۍ وسیله نه کړي او د هېواد د راتلونکي په اړه د ګډ مسؤلیت احساس ولري. حکومت او ولس باید له یو بل څخه واټن پیدا نه کړي. د نظام مشران باید د خلکو ستونزې واوري، د عدالت اصل پیاوړی کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره عملي کار وکړي؛ ولس هم باید د خپل هېواد د ثبات، امنیت او آبادۍ په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    مربوطه لیکنې

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026

    پر پردیو ایډیالوژیو او جوړښتونو د اتکاء پایلې

    14 اگست 2026

    د مخالفو جبهو ترمنځ د مالي سرچینو د ترلاسه کولو پر سر سیالي

    14 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 14 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    د افغانستان په معاصر تاریخ کې ځینې ورځې یوازې د یوه کال او یا د…

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026

    د وحدت ګوند مشر او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی، محمد محقق: د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان دولت او ولس ته صمیمانه مبارکي وايم او دې هېواد ته د سولې او ثبات هيله لرم

    14 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026

    د وحدت ګوند مشر او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی، محمد محقق: د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان دولت او ولس ته صمیمانه مبارکي وايم او دې هېواد ته د سولې او ثبات هيله لرم

    14 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،124 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،242 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.