د سرپرست حکومت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، چې د سرپرست حکومت مشرتابه د مالدارۍ او چرګانو ساتلو صنعت د ودې په موخه په ټول هېواد کې خصوصي سکټور ته د ۱۸۰۰۰۰ یولک او اتیازره جریبه ځمکې د ورکړې طرحه تائيد کړه، څو د مالدارۍ او چرګانو ساتلو صنعت وده وکړي.
ياده دې وي، چې د سرپرست حکومت مشرتابه تر دې وړاندې په ټول هېواد کې د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه هم لسګونه زره جريبه ځمکه د يوه ځانکړي فرمان له لارې ځانګړې کړې.