د هندوکش غږ سرچينې وايي چې تېره شپه د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ اړوند د ډومېل تاڼې سيمې په کمپنۍ سړک باندې د پاکستاني طالبانو او حکومتي پوليسو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د مصور، بنیامین او انعام خان په نومونو درې پاکستاني پوليس په هلاکت رسېدلي او د عمران او وافد نوم په نوم دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي چې پاکستاني طالبانو دغه راز له پوليسو څخه يو ميل کلاشينکوف او يو د شپې ليزر نيولی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version