‏د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي ویلي، چې هېواد یې ښايي ډېر ژر فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژني.

نوموړي ټینګار کړی چې، د فلسطین قضیه عادلانه ده او فلسطینیان د یوه خپلواک دولت د لرلو مستحق دي.

هغه ویلي، بریتانیا به نور د چا اجازې ته په تمه پاتې نه شي او د دې پرېکړې لپاره یې له سعودي عربستان او فرانسې سره مشورې پیل کړې دي.

‏تمه ده چې د نیویارک په راتلونکي کنفرانس کې دا موضوع مطرح شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version