د متحده عربي اماراتو وام خبري اژانس راپور ورکړی چې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید په ابوظبۍ کې له خپل اسرائیلي سیال ګیدعون ساعر سره کتلي.
د یاد اژانس د راپور له مخې، دواړو لوریو د خپل منځي مخ پر ودې اړیکو، په غزه کې د انساني ناورین او د اوربند د هوکړې د بیا پلي کولو په اړه خبرې کړې دي.