blob:https://hindukushpa.com/6fc415c0-3ad8-4899-a648-c8a6bd20c593

د کابل ولایت امنيتي مسوولین وایي، نن شپه نهه نیمې بجې یې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې هغه کسان نیولي، چې د اهل تشیع بیرغونه یې راښکته کول او خلکو ته یې ځانونه امنیتي ځواکونه معرفي کړي وو.

د کابل ښار د شپږمې ناحیې استخباراتو یو مسؤول هندوکش‌غږ ته وویل، نیول شوي درې کسان د شر او فساد ډلې غړي دي او له دې کار یې موخه د اهل تشیع راپارول وو.

د یادې سرچینې په خبره، د استخباراتو ځانګړو ځواکونو یاد کسان ونیول.:(نیول شوو کسانو له خلکو سره بد چلند کړی او څو ورځې وړاندې یې لاسي بمونه هم غورځولي وو).

د یادې سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د څېړنو پر مهال معلومه شوې چې د ښار په نورو سیمو کې هم ورته کړنې کړي او موخه یې د اهل تشیع هېوادوالو راپارول وو.

د اسلامي امارت له لوري د اهل تشیع د مراسمو پر وړاندې کوم بندیز نشته او د کابل ښار سربېره یې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې اهل تشیع پکې مېشت دي د مراسمو د نمانځنې پوره ډاډ ورکړل شوی دی.

روانه اوونۍ د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې اهل تشیع هېوادوال په ډاډمنه توګه خپل مراسم نمانځلی شي.

په کابل کې د شر او فساد درې غړي داسې مهال نیول کېږي، چې نن په نورستان ولایت کې هم د دې ډلې دوه غړي د استخباراتو ځانګړو ځواکونو نیولي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version