د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني ازبکستان کې د ګډو‍ ګټو سیمه‌ییزو هېوادونو (RCC) ۳۱مه غونډه کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد پلازمینې تاشکند ته په سفر وکړ.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده غونډه د «ICT» په برخه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پراختیا، د ۲۰۲۵م کال «ITU» نړیوال کنفرانس، د معلوماتي ټولنې د نړیوالې غونډې د پرېکړې پر ارزونې، د غیر ثابت مدار سپوږمکیو د سیسټمونو پر پراختیا، ټېلېکام سیسټمونو کې د درغلیو د مخنیوي او د «آر سي سي پلس» همکاریو چوکاټ په رامنځته کولو، موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ښاغلي حقاني ازبکستان ته تر سفر وړاندې کابل کې د یاد هېواد له سفیر اویبک عثمانوف سره هم لیدلي او دواړو لوریو د ټکنالوجۍ او ورته نورو موضوعاتو دوه اړخیزې خبرې اترې کړي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني به د یادې غونډې ګډون‌والو ته د سټلایټ، پوسټ او د ټکنالوجۍ اړوند نورو برخو په تړاو وینا هم وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version