‏د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ چین ته په سفر تللی.

د یاد وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی متقي به له خپل چينايي سيال وانګ يي سره پر دوه اړخيزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړيکو د خبرو ترڅنګ، د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو سره په ګډه ناسته کې هم خبرې اترې ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version