مخابراتو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په ټولنيزو رسنيو کې د ځينو وزارتونو د معلوماتو او اسنادو د هیک کېدو خبر حقيقت نه لري او د ټولو وزارتونو معلومات خوندي او محفوظ دي.
مخابراتو وزارت ويلي په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېدونکي اسناد د عامو اذهانو د مغشوشولو لپاره خپاره شوي او ياد اسناد عام او تل د لاسرسي وړ دي.
ياد وزارت ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د ټولو امارتي وزارتونو معلومات خوندي دي او د مسلکي اشخاصو په مټ تر ساتنې او څار لاندې دي.
د يادونې وړ ده چې نن په ټولنيزو رسنيو کې د يو شمېر مستعارو ادرسونو له لوري ځينې معلومات خپاره شول او ادعا يې وکړه چې د افغانستان د يو شمېر وزارتونو معلومات مو هیک کړي دي.