تر هغه وخته پورې چې پر افغانستان د جمهوریت دروغجن نظام حاکم و، بېلابېلو ډلو په بېلابېلو نومونو فعالیت کاوه. دوی د بهرنیو حکومتونو د مالي ملاتړ په بدل کې هر ډول ژمنې ورکولې، په افغانستان کې یې د هر ډول پروژې د پلي کېدو د ضمانت په ورکولو سره، په غیر ملي فعالیتونو کې ښکېل وو. دې ډلو د ملت له شتمنیو بهرنیانو ته ګټه رسول او د خپلو جیبونو د ډکولو په فکر کې هم وو.
د حیرانتیا وړ ده چې حکومت ولې له دوی سره جدي چلند نه کاوه او ولې یې د دوی د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره هېڅ ډول دوسیه محاکمو ته نه سپارل!؟ دا ځکه چې د دواړو خواوو ګټې سره شریکې وې. د حکومت او دې ډلو تر شا یو ګډ بادار ولاړ و، چې هم یې د حکومت واک ټینګ ساتلی و او هم یې دغه ډلو ته نفوذ ورکړی و، ترڅو له دې لارې خپل اقتصادي او سیاسي اهداف ترلاسه کړي.
ټولو درک کړې وه چې افغانستان یو بډایه هېواد دی، لا تر اوسه یې ډېرې طبیعي زیرمې نه دي استخراج شوې. د هېواد جغرافیایي موقعیت هم ځانګړی ارزښت لري چې د نړۍوالو قدرتونو لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.
د پخواني حکومت پر مهال د ځینو کانونو استخراج، د تاریخي ودانیو ویجاړول او د هېواد د ارزښتناکو شتمنیو غلا د یرغلګرو تر فشار لاندې په تدریجي توګه روانه وه. ملي شتمنۍ د شپې په تیاره کې د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې، بهر ته لېږدول کېدې.
د هېواد پر وجود د دې ټولو خاموشو ګذارونو او ملت ضد فعالیتونو تر شا شخصي ګټې ولاړې وې. هر مشر او هرې ډلې د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ حرکت کاوه. همدا شخصي ګټې وې چې د دوی خوله یې د حق له ویلو څخه بنده کړې وه.
هغه څوک چې د دې هر څه تر شا ولاړ وو او قومانده یې ورکول، ښه پوهېدل چې د دې ډلو د یووالي راز د هغوی د جیبونو ډک ساتل دي. د لوټ شويو شتمنیو د یوې وړې برخې ورکولو بسنه کول چې دوی متحد وساتي، خپلې سیاسي موخې پر مخ یوسي او هغوی یو ځای وساتي.
تر هغه وخته چې دې حالت دوام درلود، د افغانستان وضعیت هم همداسې و. فساد، لوټماري او خیانت روان و، خو هېڅوک نه پرې خبرېدل.
خو کله چې پخوانی حکومت نسکور او سرپرست حکومت حاکم شو، بهرني عوامل او د هغوی نفوذي کسان له هېواد څخه وتښتېدل، نو د دې ډلو ګډې ګټې هم له منځه ولاړې. اوس دوی نشي کولای د پخوا په څېر، پر یوه مېز سره کېني، هوکړې ته ورسېږي او د تېر په څېر یو موټی پر مخ لاړ شي.
ځکه نه یې هغه پخوانی بادار شته، چې دوی یې یو ځای ساتل او نه دوی په خپله د افغانستان او د دې د مظلوم ولس په فکر کې دي، چې له خپلو شخصي ګټو تېر شي او د یو ګډ هدف لپاره کار وکړي.
همدا لامل دی چې د بېلابېلو ډلو ترمنځ غونډې کېږي، خو هېڅ پایله نه لري. هره نوې ناسته د دوی د لا زیاتې پاشلتیا، رسوایي او کمزورتیا لامل کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.