د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمېسیون د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت غونډه کړې. په دې غونډه کې په لوړه بیه د توکو د پلور د مخنیوي، له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتو پر څرنګوالي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د بیو د بدلون په اړه بحث او خبرې اترې ترسره شوي.
دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې چارواکي دې نرخونه په دوامداره توګه وڅاري، تر څو ښاریان وکولی شي، د خپلې د اړتیا وړ توکي په مناسبه بیه او کیفیت ترلاسه کړي.
دغه کمېسیون چې د بېلابېلو دولتي ادارو او د سوداګرو د اتحادیې له استازو څخه جوړ دی، د بازار د وضعیت له ارزونې وروسته به د توکو نوې نرخنامه چمتو او له تصویب وروسته به یې خپور کړي.