Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مخالفینو ترمنځ د اختلاف څپه د سولې او عدالت تر حرکت رسېدلې
    لیکني

    د مخالفینو ترمنځ د اختلاف څپه د سولې او عدالت تر حرکت رسېدلې

    صابر افغانصابر افغان19 فبروري 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو کلونو کې د افغان حکومت د مخالفینو تر ټولو مهمه ځانګړنه نه یوازې د قدرت له لاسه ورکول وو، بلکې د خپل منځي بې باورۍ، سیاسي ټوټه کېدو او د ګډ روایت نشتوالی هم و. دا حالت له نظامي جبهاتو پیل شو او ورو ورو تر سیاسي حرکتونو او ګوندونو پورې وغځېد، تر دې چې په دې وروستیو کې د حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او عدالت حرکت» هم د همدې کړکېچ ښکار ګرځېدلی.

    د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو ترمنځ د بې باورۍ فضا د یوې ورځې یا یوې پېښې محصول نه دی، بلکې د څو کلونو د ناکامو تجربو، نیمګړو ائتلافونو او د ګډ هدف د نشتوالي پایله ده. هره ډله ځان د بدیل په توګه معرفي کوي، خو د بدیل تعریف یې نه یوازې متفاوت، بلکې کله ناکله متضاد وي، چې همدې تضاد د سیاسي همغږۍ امکان کم کړی.

    په نظامي پړاو کې اختلافات تر ډېره د منابعو، قوماندې او بهرني ملاتړ پر سر وو، تر دې چې تر فزیکي حذف پورې ورسېدل او لا هم جریان لري. خو کله چې اختلافات سیاسي میدان ته ورسېدل، اختلافات لا ژور او حساس شول، ځکه سیاسي مشروعیت د وسلې په پرتله ډېر ظریف بنسټ غواړي. له همدې امله، هغه درزونه چې پخوا پټ وو، اوس په اعلامیو او رسنیو کې ښکاره شوي دي.

    د پخوانیو جنګي او تنظیمي جریانونو لکه حزب وحدت، جنبش، مقاومت او نورو ترمنځ د اعتماد ستونزه لا هم نه ده حل شوې، بلکې لا ډېره شوې او هره ورځ یې غړي لار ترې جلا کوي. هر ګوند او ډله هڅه کوي خپل تاریخي وزن وساتي، خو د نوي سیاسي واقعیت لپاره ګډ چوکاټ نه شي جوړولی.

    په عمومي توګه، د افغان حکومت د مخالفینو ترمنځ رقابت تر ډېره شخصي بڼه لري. کله چې سیاست د اشخاصو پر محور ګرځي، اختلافات شخصي کېږي او حل یې د تل لپاره ستونزمن وي، ځکه عادي اختلاف په لا ډېرو شخړو بدلېږي. همدا راز د نړیوالو لوبغاړو غیر واضح دریځ هم د بې باورۍ یوه سرچینه ده؛ هره ډله هڅه کوي ځان د احتمالي ملاتړ مستحق وښيي، چې دا سیالي داخلي اړیکې نورې هم خرابوي. په داسې فضا کې ګډ دریځ جوړول ډېر سخت وي.

    د سولې او عدالت حرکت چې د اتمر له لوري رامنځته شو، په پیل کې د ځینو لوریو له خوا داسې انګېرل کېده، چې ښايي له افغاني ټولنې د ایسته شوو سیاسیونو په ټوټه شوې فضا کې یو منځنی، عقلاني او تخنیکي بدیل وړاندې کړي، خو د وخت په تېرېدو څرګنده شوه چې دا حرکت هم له هماغو ستونزو سره مخ دی چې نور مخالف جریانونه ورسره لاس او ګرېوان دي.

    په دې اساس، د سولې او عدالت حرکت یوازې د نوم، اعلامیې او د تېر سیاسي وزن تکیه د باور خلا نه شي ډکولای. دا حرکت نه دی توانېدلی چې یو مستقل، روښانه او د عمل وړ مسیر وړاندې کړي او نه یې د هغو ژورو اختلافاتو حل ته کوم عملي چوکاټ جوړ کړی، چې خپله هم ورسره مخ دي. ځکه نو منطقي نتیجه دا ده، چې دا ډول جوړښتونه د بدیل پر ځای د سیاسي سرګردانۍ دوام منعکسوي؛ تر هغو چې بنسټیز بدلون، روښانه لید او واقعي حساب ورکونه موجوده نه وي، د داسې حرکتونو پر وړاندې شک او رد یو طبیعي او معقول دریځ ګڼل کېږي او په پایله کې به له خپل منځي اختلافاتو د انشعاب لور ته ځي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهایا بهر مېشتي سیاستوال د خپلو هېوادوالو دردونه دوا کولای شي؟

    مربوطه لیکنې

    ایا بهر مېشتي سیاستوال د خپلو هېوادوالو دردونه دوا کولای شي؟

    18 فبروري 2026

    د رسمیت پېژندنې لپاره د ایران ګام؛ د مخالفینو اندېښمنوونکی او منزوي راتلونکی

    17 فبروري 2026

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    16 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 19 فبروري 2026

    د مخالفینو ترمنځ د اختلاف څپه د سولې او عدالت تر حرکت رسېدلې

    په تېرو کلونو کې د افغان حکومت د مخالفینو تر ټولو مهمه ځانګړنه نه یوازې…

    ایا بهر مېشتي سیاستوال د خپلو هېوادوالو دردونه دوا کولای شي؟

    18 فبروري 2026

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفینو ترمنځ د اختلاف څپه د سولې او عدالت تر حرکت رسېدلې

    19 فبروري 2026

    ایا بهر مېشتي سیاستوال د خپلو هېوادوالو دردونه دوا کولای شي؟

    18 فبروري 2026

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،105 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.