واک ته د نوي حکومت له رسېدو وروسته، یو شمېر هغه هېوادونه چې د لوېدیځ‌والو، د هغوی د ملګرو او اجیرانو د شل کلونو تبلیغاتو تر اغېز لاندې وو، په لومړي سر کې یې له افغانستان سره د اړیکو عادي کول وځنډول او د خپل فکر له مخې یې د نوي حاکمیت سره په اړیکو کې احتیاط غوره کړ.

هند هم له همدې هېوادونو څخه و؛ داسې هېواد چې په پیل کې یې له افغانستان سره د اړیکو له عادي کېدو وېره لرله، خو ورو ورو چې د تورونو او منفي تبلیغاتو څخه پرده پورته شوه، حقیقت روښانه شو. هند وتوانېد چې په لنډ وخت کې آن له هغو هېوادونو هم مخکې شي چې د نوي حکومت له پیله یې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړې وې.

په تېرو څو ورځو کې هند نوي حکومت ته په ډیلي کې د افغانستان د سفارت په سپارلو سره یو ځل بیا خپلې اړیکې لا پیاوړې کړې. دا اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي او هم هند او هم د افغانستان خلک ترې ګڼې ګټې اخلي.

په همدې لړ کې، لکه څنګه چې دا ګام د ځینو د خوښۍ لامل شو، ځینې نور یې سخت په قهر او نارضایتۍ کې ډوب کړل؛ هماغه بدنامه څېرې چې په بڼه افغانان دي، خو تل د پردیو په چوپړ کې پاتې شوي او ټول فکر او هڅه یې د خپلو بادارانو د ګټو ساتنه ده.

پر همدې بنسټ، مقاومت شورا چې د پرځېدلي جمهوري رژیم له ځینو تښتېدلو څېرو جوړه ده، د هند د دې اقدام په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې وه. په دې اعلامیه کې یې خبرداری ورکړی چې دا کار د افغانستان له عیني واقعیتونو سره په ټکر کې دی او له نوي حکومت سره تعامل او هغه په رسمیت پېژندل به په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه جدي، منفي او نه جبرانېدونکې امنیتي او ټولنیزې پایلې ولري او باید له «واقعي استازو» سره همکاري روانه وساتل شي.

مخکې تر دې چې د دغې شورا اعلامیې ته ورننوځو، باید ووایو چې د هند او افغانستان د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې د دغو څېرو مخالفت دوه اساسي لاملونه لري:

لومړی دا چې دوی نه یوازې د هند او افغانستان د اړیکو عادي کېدل، بلکې د افغانستان له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخېدل هم د خپل ځان پر ضد بولي؛ ځکه د اوسني حکومت په رسمیت پېژندل او ورسره تعامل د دې معنی لري چې مخالفین به په بشپړه توګه څنډې ته شي، لکه څنګه چې اوس هم څنډې ته شوي دي.

دوهم لامل دا دی چې د دغو کسانو غوسه او هر ډول غږ پورته کول د پاکستان له لوري د ورکړل شوي فرمان پایله ده؛ ځکه اوس د حکومت مخالفې څېرې د پاکستان د آی‌ایس‌آی په لاس کې له ناکامو مهرو پرته بل څه نه دي او د دوی هره خبره او دریځ د پاکستان د رژیم له امرونو سرچینه اخلي.

د اعلامیې په اړه باید وویل شي چې دا ټولې خبردارۍ او خندوونکې ادعاوې د دغو کسانو له خیال‌پردازۍ پرته بل څه نه دي. هند تر هر چا زیات، د خپلو ګټو په لټه کې دی. که چېرې هند د افغانستان له لوري او د اوسني حاکمیت څخه کوم خطر احساس کړی وای، نو له شک پرته به یې ډېر مخکې خپلې اړیکې پرې کړې وای، نه دا چې هره ورځ د اړیکو د لا پراخېدو هڅه وکړي.

خو دا چې دغه کسان په دې اعلامیه کې هم ځانونه ناحقه د افغانستان د خلکو استازي بولي، دا نوې خبره نه ده. د دغو بدنامو ډلو له راټوکېدو څخه بیا تر نن پورې چې د خپل شتون وروستۍ ورځې تېروي، همېشه یې د همدې شعارونو تر سیوري لاندې د افغان ملت پر ضد فعالیت کړی، د دوی د ژوند، د تاریخ هره پاڼه د دې خاورې او خلکو پر وړاندې له خیانت ډکه ده.

که رښتیا دا بدنامې څېرې د افغانستان د خلکو رښتيني استازي دي، نو ولې نه یوازې هند، بلکې هېڅ بل هېواد هم حاضر نه دی چې د افغانستان د مهمو او بنسټیزو موضوعاتو په اړه ورسره خبرې وکړي؟ برعکس، دوی یوازې د ناکامو مهرو په توګه یادوي او بس.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version