فاکس نیوز امریکایي رسنۍ راپور ورکړی، چې سعودي عربستان اوس د تېلو د تولید پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ سره مخ دی.
سرچینې د سعودي عربستان لپاره دا ګواښ ځکه رامنځته شوی، چې حوثي ځواکونو پر سعودي عربستان بریدونه پیل کړي او د سره سمندرګي د باب المندب تنګي ته نږدې سیمې یې نیولې دي.
فاکس نيوز همدا راز د مشهور سیاسي څېړونکي، حسین عبدالحسین له قوله زياته کړې، چې په منځني ختیځ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی.
هغه ادعا کړې، چې ایران ښايي حوثیان هڅولي وي چې پر سعودي عربستان بندیز ولګوي یا محاصره کړي.


