د افغان حکومت د مخالفینو ترمنځ د نوې همغږۍ هڅې یو ځل بیا د سیاسي اختلافاتو تر سیوري لاندې راغلې دي او ښايي بیرته یې د پاشلتیا راپورونه هم خپاره شي. وروستي راپورونه څرګندوي چې مقاومت شورا، ملي مجمع او د سولې او عدالت حرکت د تفاهم له مخې تر یوه چتر لاندې راټولېږي، خو هم‌مهاله بیا د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت ګوند له مقاومت شورا څخه، د دغه تازه ائتلاف د جوړېدو له کبله جلا شو.

د دې ډلو ترمنځ د تېرو کلونو ژور اختلافات بیا هم د بحث محور ګرځېدلي دي، که څه هم د نویو ائتلافونو په جوړولو سره غواړي هغه هڅې تکرار کړي چې مخالفینو په تېرو څلورو کلونو کې د بدیل جوړولو په نوم پیل کړې وې، خو هر ځل په لومړیو ورځو کې له درزونو او پراخې پاشلتیا سره مخ شوي دي.

د جمعیت ګوند وروستۍ اعلامیې څرګنده کړې چې د مقاومت شورا غړیتوب یې پای ته رسولی او د دې کار علت یې د شورا بې‌برنامه‌ګي، تکتیکي او موسمي فعالیتونه او له ملي ګټو سره د نه برابرۍ تګلارې بللي دي. دا دریځ ثابتوي چې د جنګ‌سالارانو د درېیو سترو ډلو د تازه ایجاد شوې همغږۍ تر شا هغه زاړه اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي، چې له ډېر وخت راهیسې د مخالفینو ګډ حرکتونه په پرله پسې توګه له ناکامۍ سره مخ کوي.

د شخصي ګټو پر سر اختلافات، سیاسي بې‌باورۍ، د ډلو مدیریتي ناکامي او ستراتیژیکې نیمګړتیاوې، د مخالفینو د ګډو هڅو د ناکامۍ اصلي علتونه بللی شو. مخالفین له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي د ائتلافونو په جوړولو وښيي، چې ګډ جوړښتونه رامنځته کولی شي او لا هم د افغان حکومت په وړاندې د درېدو توان لري، خو هر ځل د اختلافاتو له کبله، د ائتلافونو څخه ګوندونه وتلي او جوړښتونه یې له بن‌بست سره مخ کړي دي.

د مخالفو ډلو ترمنځ دا تضادونه یوازې د دریځونو توپیر نه، بلکې د سیاسي مسیرونو ټکر هم ښکاره کوي. مقاومت شورا هڅه کوي ځان د نوي ائتلافي حرکت مرکزي محور معرفي کړي، خو جمعیت یې په ښکاره توګه د ناکام جوړښت په توګه ردوي. دا چاره ښيي چې د درېیو ډلو د یو‌ والي تر شا د باور ګډه فضا نشته او تر هر څه وړاندې د ګډ لید نشتوالی د همغږۍ بنسټ کمزوری کوي.

د مخالفینو ترمنځ نوي جوړښتونه او بیرته یو له بل څخه جلا کېده ثابتوي، چې د افغانستان د اوسنیو مخالفینو ترمنځ اختلافات ژور، بې‌اعتمادي پراخه او د مشرتابه پر سر ګډوډي دوامداره ده. په همدې اساس، نوې ائتلافي هڅې د پخوانیو ناکامیو تکرار دی، ځکه تر هغې چې بنسټیز اختلافات حل نه شي، د هرې همغږۍ اعلان یوازې د یوې بلې ناکامې تجربې پیل ګڼل کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version