وروسته له هغه چې د کابل، د شهرنو په یو رسټورانټ کې چاودنه وشوه، د آزادۍ په نوم ډلې یې په اړه اعلامیه خپره کړه. دا اعلامیه د پاکستان له رسمي دریځونو سره د ژبنۍ، مفهومي او سیاسي اړخه همغږې وه، دا همغږي خورا د پام وړ وه. دغه نیابتي ډلې عیناً د پاکستان په څېر ادعا کړې چې افغان حکومت نه د امنیت تأمینولو توان لري او نه اراده، همدا راز افغانستان د «نامسؤله وسله‌ والو» په ځاله بدل شوی دی. دا هغه ادعا ده، چې اسلام‌آباد یې له کلونو راهیسې تکراروي، خو دا ادعا اوس د افغان حکومت د ځینو مخالفو ډلو له خوا هم بدرګه کېږي.

پوښتنه دا ده، چې که رښتیا هم د سیمې د ناامنۍ سرچینه افغانستان وي، نو ولې امنیتي ارقام، واقعي پیښې او سیمه‌ ییز شواهد بل څه وایي؟

که موضوع د احساساتي اعلامیو پر ځای د شمېرو او واقعیتونو پر بنسټ وڅېړو، نو انځور بشپړ بدلېږي. یوازې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ میلادي کلونو کې پاکستان د خونړیو وسلوالو بریدونو له پلوه، د کم ساري زیاتوالي سره مخ شوی. د سلګونه بریدونو په پایله کې، زرګونه نظامیان او د پوځي رژیم غړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. هغه جغرافیه چې تر ټولو زیاته اغېزمنه ده، خیبر پښتونخوا او بلوچستان دي، چې د پاکستان د امنیتي ادارو تر مستقیم کنټرول لاندې دي.

دا واقعیت د دې خبرې عملي رد دی، چې ګواکې د پاکستان ناامني یوازې له افغانستان څخه صادرېږي. لا مهمه دا ده چې خپله پاکستاني رژیم په څو مواردو کې دننه په خپل قلمرو کې د داعش په څېر د وسلوالو ډلو د مشرانو د نیولو ادعا کړې ده. که د ناامنۍ سرچینه بهرنۍ وای، نو دا نیونې به څنګه توجیه شي؟ ځکه د نامسؤله وسلوالو ډلو مرکزونه خو په پاکستان کې دي.

د آزادۍ ډلې اعلامیه او د پاکستان دریځ یو او بل تائیدوي؛ دواړه هڅه کوي د سیمې د ناامنۍ بار پر افغانستان واچوي، خو ارقام، جغرافیه او پيښې دا روایت نه تائیدوي. دا دریځ تحلیلي نه، بلکې سیاسي دی؛ همدا راز واقعي نه، بلکې تبلیغاتي دی.

د امنیت موضوع د شعارونو، عقدو او ناکامیو د پټولو وسیله نه شي کېدای. دا یو تخنیکي، عددي او عیني بحث دی. سالم تحلیل داسې وي چې د بریدونو شمېر، د مرګ ژوبلې کچه، د جغرافیې واقعیت او د دولتونو عملي کنټرول په نظر کې ونیسي، نه دا چې د پاکستان د ناکامیو پټولو لپاره خیالي او تبلیغاتي اعلامیه ولیکل شي.

سیمه له ناامنۍ کړېږي، خو د هغې تر ټولو دروند بار نن د پاکستان پر اوږو دی. افغانستان او د نړۍ بل هر هېواد مطلق امن نه دی، خو د «نامسؤله وسلوالو» ځاله بلل یې له واقعیت سره ټکر لري. دا حقیقت نه د پاکستان او نه هم د آزادۍ جبهې په تکراري اعلامیو بدلېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version