په داسې شپو او ورځو کې چې د افغانستان خلک له سختو اقتصادي ستونزو او د ژوند له بحراني وضعیت سره لاس او ګرېوان دي، د ځينو هېوادونو له لوري د بشري مرستو بندېدل، یو شمېر سياسي څهرو ته په دې حالت کې د خوښۍ زمینه برابره کړه.
که څه هم دا ډول غبرګونونه په ظاهره له سرپرست حکومت سره د مخالفت په معنی اخیستل کېدای شي، خو په اصل کې د مخالفینو بې پروایي او د احساس نه شتون ته اشاره کوي چې د هېواد د بېوزلو او اړمنو خلکو پر وضعیت سترګې پټوي.
د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې، د سرپرست حکومت مخالفینو په ځلونو دا ادعا کړې چې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته لېږدول کېدونکې مالي مرستې، نېغ په نېغه د سرپرست حکومت لاس ته ورځي؛ خو نړۍوالو مرستندویو ادارو په ځلونو ویلي چې دا مرستې د حکومت په واک کې نه ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) له لوري د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د جدې پر ۱۹مه (د جنوري نهمه ۲۰۲۳) خپور شوی یو رسمي راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر له میاشتې تر ۲۰۲۳م کال پورې، شاوخوا ۱.۸ میلیارده امریکايي ډالر افغانستان ته انتقال شوي دي.
خو د جمهوریت بدنامو څهرو او مغرضو رسنیو د ادعاوو برعکس، دا پیسې نه د افغانستان حکومت ته سپارل شوې، نه د مرکزي بانک خزانو ته ورغلې او نه هم د حکومتي چارواکو له خوا مصرف شوې دي.
د یوناما د دې راپور له مخې، یادې مالي مرستې یوازې د ملګرو ملتونو او ورسره د همکارو نړۍوالو بنسټونو د داخلي لګښتونو لپاره مصرف شوې دي. په دې لګښتونو کې د کارکوونکو معاشونه، د دفترونو کرايې، د ترانسپورټ لګښتونه، اداري مصارف، میداني عملیات او ساحوي فعالیتونه، تخنیکي تجهیزات او نور لوژستیکي لګښتونه پکې شامل دي.
همداراز یواځې یوه کوچنۍ برخه یې د خوراکي توکو یا نغدي پیسو د بستو په بڼه، هغه هم د همدې نهادونو تر مستقیمې څارنې لاندې، مستحقو کورنیو ته ورکړل شوې ده.
له دې سره، سره ځینې هغه کسان او رسنۍ چې کلونه یې خپله ګېډه د همدې مرستو په برکت مړه کړې وه، نن ېې په بندېدو نه یواځې دا چې خواشیني نه دي، بلکې دا یې د حاکم نظام د ماتې نښه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د یادو مرستو بندېدل، تر بل هر چا ډیر زیان هماغو بهرنیو بنسټونو ته رسوي چې د بشري مرستو د سترې برخې مصرف یې په افغان ولس نه، بلکې په خپل ځان کاوه.
تر ټولو دردوونکې خبره دا ده، هغه مخالفین چې تل د افغان ولس د ملاتړ نارې وهي، نن د مرستو له بندېدو سره، نه د بې وزلو پر حال خفه دي، نه د اړمنو د مجبوریت په کیسه کې دي، نه یې د جبران لپاره کوم بدیل وړاندې کړی او نه یې کومه اندېښنه څرګنده کړې ده؛ بلکې یوازینی څه چې ورته مهم ښکاري، دا دي چې د خپل مخالف نظام سیاسي ماتې وویني، که څه هم دا کار د ټول ملت د بې وزلۍ او لوږې په بیه هم تمام شي.
په دې کې شک نشته که چیرته دې مرستو رښتینې بشري بڼه لرلی او که دا کسان رښتیا هم د ولس په غم کې غمجن وای، د بندېدو پر ځای به یې د دوام غوښتنه کړې وه، نه دا چې پرې خوشحاله شي.
هغه کسان چې د ملت په دې سختو ورځو کې د مرستو د بندېدو له امله خوښي څرګندوي، په حقیقت کې هغوی د نظام مخالف نه دي، بلکې د افغانستان له مظلوم ولس سره دښمني لري.
هغوی چې یتیم ماشوم ته د ډوډۍ له نه رسېدو، په ناروغ د درملنې له بندېدو او د یوه مکتب یا مدرسې د مالي ملاتړ له قطع کېدو خوند اخلي، هېڅکله نشي کولای د دې ملت د خیر غوښتنې دعوه وکړي.
ښايي د دې ټولې ترخې کیسې یوه مثبته پایله دا وي چې د ډېرو څهرو نقابونه لیرې شول، څهرې یې بربنډې شوې، هغه مرستې چې کلونه، کلونه د افغان ولس په نوم راتلې، په اصل کې د هغو کسانو جېبونو تللې، کوم یې چې د بندېدو په وجه په جامو کې نه ځایېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.