کالکالیسټ اسرائيلي ورځپاڼه چې په اقتصادي مسایلو خپرونې کوي، په يوه اقتصادي راپور کې ويلي، چې اسرائيلي رژيم دا مهال له سخت اقتصادي او سمندري بحران سره مخ دی.

د سرچينې په خبره دا بحران وروسته له هغې رامنځته شو، چې په سره سمندرګي کې د ایلات بندر د يمن حوثیانو د دوامداره ګواښونو او توغنديز بريدونو له امله بشپړ فلج ته نږدې کېدونکی دی.

ورځپاڼه زياتوي، چې اسرائيلي چارواکي دا مهال هڅه کوي، چې له دې محاصرې او د بندیزونو څخه د خلاصون لپاره له امريکا او مصر څخه مرسته وغواړي.

په ورته وخت کې اسرائيلي اقتصاد پوه «روني‌الفرن» هم له معاريو ورځپاڼې سره د اسرائیل د اقتصاد د زوال جدي خبرداری ورکړی دی.

هغه ويلي، په تېرو دوه کلونو کې د غزې جګړه کې شاوخوا ۳۰۰ ميليارده ډالره مصرف شوي چې د بودجې جدي کسر یې رامنځته کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version