د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د مشرتابه د حکم پر اساس، په شپږو مهمو حکومتي بستونو کې نوې ګمارنې شوې دي.
د مشرتابه د حکم له مخې، د کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري معین ملا رحمتالله نجیب د بدخشان ولایت د والي او د سرپل ولایت مخکنی والي ملا احمدشاه دیندوست د بدخشان ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
همدارنګه د ټولګټو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت مخکنی معین ملا عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت د اداري معین او د بدخشان ولایت مخکنی والي مولوي محمداسماعیل غزنوي د ټولګټو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت د معین په توګه ټاکل شوي دي.
د حکم پر بنسټ، د لغمان ولایت مخکنی والي ملا بختیار معاذ د سرپل ولایت والي او د بدخشان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د کندهار ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.


