د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد ويلي، د مشرتابه د حکم پر بنسټ، په یو شمېر دولتي ادارو او ولایتونو کې نوې ټاکنې ترسره شوي.
د دغو ټاکنو له مخې، د جوزجان پخوانی امنیه قومندان قاري محمد اسماعیل راسخ د همدې ولایت د والي په توګه، د ۲۱۷ عمري قول اردو پخوانی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه او د جوزجان پخوانی والي ملا عبدالله سرحدي د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
همدا راز، د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس شیخ عبدالرحمن طیبي د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین، د سترې محکمې د دارالافتاء ریاست پخوانی غړی شیخ عبدالرحمن غزنوي د کندهار پوهنتون د رئیس او د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر پخوانی معین مولوي عتیق الله عزیزي د هرات ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس په توګه ګومارل شوی دی.


