د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې اروپایي ټولنې ته ګواښ کړی چې که ګرینلنډ پر امریکا ونهپلوري؛ نو ګمرکي تعرفې به پرې لوړې کړي.
ټرمپ ویلي، مونږ کلونه ډېنمارک او اروپایي ټولنې ته باج ورکړی او د ده په ټکو اوس یې وخت رارسېدلی چې ورکړي امتیازات بېرته ترلاسه کړي.
ټرمپ دغه راز ګرینلنډ ته د اروپایي چارواکو سفرونه مشکوک بللي او وار له مخه یې په اتو هېوادونو تعرفې لس سلنې ته لوړې کړې دي.
ګواښ یې کړی چې دغه تعرفې به نورې هم لوړې شي او تر هغو به پر خپل ځای وي چې اروپا په بشپړه توګه د ګرینلنډ د پلور هوکړه نهوي کړې.
