د مصر اخوان المسلمین غورځنګ پر ایران د امریکا او اسرائیل برید یو ښکاره تېری بللی او په کلکه یې غندلې دی.

​اخوان المسلمین زیاته کړې، چې دا جګړه د “لوی اسرائیل” د پروژې برخه ده، چې پر سیمې د قبضې هڅه کوي او زياته کړې يې ده، چې ​پر ایران تېری شوی، نو ځکه دغه هېواد شرعي او قانوني حق لري، چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

اخوان المسلمین ​له ټولو لوریو غوښتي، چې د نړیوال امنیت او اقتصاد د ژغورلو لپاره دا ویجاړونکې جګړه ژر تر ژره ودروي او ټینګار یې کړی، چې د بهرني تسلط پر ضد د اسلامي امت د ارزښتونو او خپلو ولسونو ترڅنګ ولاړ دی.

ياده دې وي، چې د اخوان المسلمين ډله څو ورځې وړاندې د امریکا خارجه وزارت په تور ليست کې شامله کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version