د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د دې ادارې رئیس، ملا فیض الله تمیم د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته په سفر تللی.
سرچینې زیاته کړې، چې د دې سفر موخه هېواد ته د باکیفیته نفتي او نورو سوداګريزو توکو واردول دي.
ښاغلي تمیم او مل پلاوي یې دې سفر کې د اذربایجان د نفتو د استخراج او تصفیې د دولتي شرکت (سوکار) له مسئولینو سره هم کتلي.
کتنه کې د “سوکار” شرکت مسئولینو ژمنه کړې، چې افغانستان ته د لوړ کیفیت لرونکو نفتي توکو د صادراتو کچه لوړوي او په دې برخه کې به خپله همکاري پراخه کړي.
د معیار او کیفیت ادارې ویلي، ژمن دي چې هېواد ته د باکیفیته نفتي او د نورو سوداګريزو توکو واردېدو ته لار هواره کړي او د بې کیفیته توکو مخنيوی وکړي.
