د خیالي مقاومت جبهې مشران هرې بې ننګۍ ته لاس غزوي؛ د دې جبهې مشر احمد مسعود د افغانستان د عقیدې او استقلال دښمنانو په لمن کې ځان غورځوي او داسې بیانونه یې مخته راځي چې سړی هک پک او حیران شي ورته.
په روسانو پسې ورغی ترڅو یې د طالبانو په وړاندې و لمسوي خو ګټه یې و نه کړه، له اسرایلي اشغالګرو سره یې پټې لیدنې وکړې، هغوی خپله خدای په غم اخته کړي او د منځني ختیځ کړکېچ کې راګیر دي، دی ترې بېنوا را ستون شو.
ایران ته ورغی او ویې ویل: موږ له تاسې سره ډېر مشترکات لرو مګر طالب یې نه لري، له موږ سره د طالب خلاف جګړه کې ودرېږﺉ مګر ایرانیانو رټ ځواب ورکړ.
په تاجکستان کې یې څه موده سربازګیرۍ لپاره دوکان خلاص کړ، موده نه وه تېره چې هغوی ورته دفتر وتاړه او له هغه ځایه یې وویستل.
دوی ځانونه تاجکان وبلل او د قوشتیپې طلالي نهر د جوړېدو د مخالفت غږ یې هم وکړ، په دې ترتیب دوی غوښتل چې د تاجکستان ملاتړ خپل کړي مګر دا هڅه یې هم ناکامه لاړه.
سویس ته ورغلل، ترکیې ته لاړل، فرانسې، جرمنې او تر ناروې پورې لاړل، هیڅ یې ترلاسه نه کړل، بیدون له دې نه چې د افغانانو زړونه یې وداغل.په هرسټېج یې د ملي جغرافیې په ضد زهرلړلي بیانیې ورکړې، له ملي نوامیسو تېر شو، له ملي هویته تېر شو.
مسعود او د بغاوت د جبهې ملاتړلي د هویت له بحران سره مخ دي، دوی چې په کومه جغرافیه کې بغاوت ته لمن وهي هغه د مسلمان افغان هغه جغرافیه ده چې دا ډله په کې نه افغانیت مني نه هم شریعت.
چې چېرته ځم خبرې ستا د بې ننګۍ اورم
سړی خو ځای چېرته د سترګو لګېدو پرېږدي
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.