
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا خپله کرغېړنه څېره وښودله او د ټولو نړیوالو اصولو او ګاونډیتوب د حقونو په خلاف یې په پکتیکا، پکتیا، کابل او کندهار کې پر بې ګناه هېوادوالو بریدونه وکړل. دا هوايي بمبارۍ، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، ثابتوي چې دغه رژیم د افغانستان د ثبات او د افغانانو د ارام ژوند دایمي دښمن دی. د استوګنې پر کورونو او ملکي اهدافو بریدونه یوازې یو بزدلانه عمل نه دی، بلکې د هغې ژورې کینې نښه هم ده چې دغه پوځي رژیم یې د یو خپلواک افغانستان په وړاندې لري.
په داسې حال کې چې د هېواد پر هوايي حریم تېری شوی، افغان لوري په مېړانه او د حق په دفاع کې خپل مشروع انتقامي عملیات ترسره کړي، چې لا هم جریان لري؛ تازه په کوهاټ کې د پاکستاني پوځ یو مهم اکمالاتي مرکز د ډرون الوتکو په واسطه په نښه شوی. دا ځوابي برید د هېواد د ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع یوه برخه ده، چې نړۍ ته ښيي د افغانستان خاوره بې څښتنه نه ده او هر تېری کوونکی به د خپلو کړنو سخت تاوان پرې کوي.
خو په تاریخ کې به د افغان حکومت د مخالفینو تر ټولو شرموونکې پاڼه دا وي چې د احمد مسعود په مشرۍ د تش په نامه «مقاومت جبهې» پلویانو د خپل ملت او خاورې پر ځای، د دښمن طرف نیولی دی. دوی په خپلو دریځونو کې د پاکستاني تېري ستاینه کړې او د هغو بمباریو ملاتړ یې کړی چې قربانیان یې د ماشومانو په شمول ملکي وګړي دي. دا ډول چلند په ډاګه کوي چې دغه ډله نه اسلامي او ملي ارزښتونو ته وفاداره ده او نه هم د افغانستان د خلکو د خیر غوښتونکې ده، بلکې یوازې د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره د پردیو استخباراتي لوبې او اهداف پر مخ وړي.
د مقاومت ډلې پلویانو د پاکستان له تېریو په ملاتړ ثابته کړه چې دوی اوس د واک ترلاسه کولو لپاره د پاکستاني پوځ خاصې کړۍ ته تمه لري او وروستۍ هیله یې همدوی ته ده. د دښمن د بریدونو ستاینه کول د ملت په سینه کې د خنجر وهلو معنی لري او دا لویه جفا به د افغانستان په تاریخ کې د ملي خیانت په توګه ثبت شي. کله چې یو بهرنی لوری د هېواد پر حریم تېری کوي، هلته باید داخلي مخالفتونه هېڅ ارزښت ونلري، بلکې هلته یوازې له دې پاکې خاورې دفاع مطرح وي، خو د مقاومت ډلې مزدور پلویان دا ټول له پامه غورځوي.
هغه څوک چې د پاکستان د هر راز تېري ملاتړ کوي، باید پوه شي چې تاریخ د پلورل شویو څېرو په حق کې رحم نه کوي. افغان ملت تل خپل اصلي دوستان او دښمنان په همدغسې حساسو وختونو کې پېژندلي دي. د مقاومت جبهې دغه شرمېدلی موقف د هغوی د زوال پیل دی، ځکه چا چې خپله خاوره پر پردیو وپلورله، هغوی د ملت په زړونو کې هېڅ ځای نه لري. افغانستان به د خپلو مېړنیو بچیانو په مټ د هر اشغالګر او د هغوی د لاسپوڅو په وړاندې سرلوړی وي.

