د ویانا له پنځمې ناستې او د هرات امنیتي کنفرانس له دایرېدو وروسته، په بهر کې د مېشتو مخالفو ډلو ترمنځ شته درزونه لا پسې پراخ شوي او دغه مخالفتونه او شدید ټکرونه، چې تر دې وړاندې یې د پټولو هڅه کېده، اوس رسنیز شوي او دغه مخالفین اوس په شدت پر یو او بل توندې نیوکې کوي او یو او بل د خپلو شومو موخو له کبله ننګوي.
د دغه نیوکو او انتقادونو په لړ کې د مقاومت عالي شوری په نوم د بهر مېشتې مخالفې ډلې د رهبرۍ غړي عطا محمد نور له یوې رسنۍ سره په مرکه کې پر هغه کسانو توندې نیوکې کړي، چې په بهر کې مېشت دي، خو په افغانستان کې خلک جګړې او مخالفتونو ته هڅوي. نوموړي په تونده لهجه هغه سیاسیون ننګولي چې خپله په بهر کې له اولادونو سره ارام ژوند خوښوي، خو د نورو بچیان بیا د جګړې لپاره هڅوي؛ د هغه په خبره، که دا جګړه رښتیا هم دوی خوښوي، نو هم دې خپله ورته راشي او هم دې زامن ورته راولېږي. په ورته مهال د همدې شوری د رهبرۍ غړي یونس قانوني بیا پر جګړې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دوی به په روان کال کې لویې لاسته راوړنې ولري.
په بهر کې د مېشتو ډلو ټپلو او مخالفینو خپل منځي ټکرونه، مخالفتونه او درزونه نوې خبره نه ده، بلکې هلته د دوی د فعالیت له هماغه لومړیو ورځو دا ټکرونه او مخالفتونه شته، آن دوی د دغه ټکرونو او مخالفتونو له کبله بحراني حالت ته تللي او دا نوي جبهې او ډلې ټپلې ټولې د دوی د مخالفتونو له امله ډېرې شوې دي، خو دوی او د دوی بهرنیو ملاتړ کوونکو هڅه کول چې دا هر څه د خلکو او رسنیو له سترګو پټ وساتي، مګر اوس داسې ښکاري چې دا مسئله دومره کچې ته رسېدلې چې نور یې د پټولو امکان هم نه لیدل کېږي.
د دوی د مخالفتونو لوی علتونه هم دا دي چې لومړی خو افغانستان ته د جګړې اور راوړي، هر یو یې هڅه کوي چې په دې قافله کې له بل شاته پاتې نه شي، هر یو یې هڅه کوي چې په بهر کې د افغان جګړې او افغانانو د وینې تویېدنې لپاره ملاتړي او تمویلونکي پیدا کړي. دویمه مسئله پراخ مالي او اخلاقي فسادونه دي، چې دا ډلې او ټپلې یې لري، هر یو یې هڅه کوي چې له تمویلونکو څخه ترلاسه کېدونکې پیسې خپلو شخصي جېبونو ته واچوي، خپل ځان او خپلې کورنۍ ته پرې لا ډېر معیشتي ژوند برابر کړي.
د دوی د مخالفتونو بل علت دا دی، چې دوی په پیل کې بهرنیانو، بهرنیو استخباراتي ادارو، جنايي او جرمي شبکو، نړۍوالې مافیا، قاچاقبرو، د وسلو پلورلو کمپنیو او نورو جګړه خوښو هېوادونو او سازمانونو ته هغه مهال ګرمې وعدې ورکړې وې چې ګواکې په افغانستان کې میلیوني ولسي ملاتړي لري او که دوی ورته امکانات برابر کړي، نو په افغانستان کې به ډېر ژر جګړه پیل کړي او هلته به د دوی ملاتړ ورته جبران او د دوی ګټې به ورته خوندي کړي، خو اوس دوی ورځ تر بلې خپلو تمویلونکو ته په ژمنو کې پاتې راځي، د دوی اصلي څهرې هغوی ته ښکاره کېږي او له دې کبله ورځ تر بلې د هغو باور او ملاتړ له لاسه ورکوي، نو ځکه دغه حالت دوی بد حاله کړي دي، هدف ترې ورک دی، دوست او دښمن ترې ورک دی، قوم او قبیله ترې ورکه ده، وطن او ارزښتونه ترې ورک دي او بالاخره دوی خپل ځانونه هم ورک کړي دي، دې ناتاره او کاواکه حالت دې ځای ته راوستلي چې په خپلو منځونو کې مخالفت وکړي.
له پرېشانۍ، دربدرۍ، کړاو او مصیبت ډک دا ژوند دوی د افغانستان د خلکو او ولس لپاره پلان کړی و، خو اوس برعکس دوی په خپل دغه دام کې نښتي، نه ترې ځان خلاصولی شي او نه هم دام شکولی شي. دا تقریباً د معکوسو شېبو او لوبې پیل دی، دا لړۍ لا پسې پراخېږي، که دوی الله مه کړه پر دې بریالي شوي وای چې په افغانستان کې یې بیا واک ترلاسه کړی وای، اوس به د تېرو داخلي جګړو په څېر په خپلو کې سره اخته وو او هره خوا به د عامو او بې ګناه افغانانو وینې بهېدلې، خو ولس خپله بیداري او هوښیاري وښوده، دوی یې له هماغه لومړي سره ورټل، ترڅنګ یې ونه درېدل او دوی ته یې د وطن او ارزښتونو پر سر د تجارت او معاملو زمینه برابره نه کړه او په دې معقول او ځیرک تصمیم سره یې ځان له ابدي بدمرغۍ وساته.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.