د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه له پيله د ملي مقاومت په نوم شوری له مهمو جريانونو څخه وه او د شوری په تصاميمو، سفرونو، د شوری او د سيمې او نړۍ د استخباراتي سازمانونو سره د پټو ملاقاتونو او تازه انکشافاتو کې يې مهم رول لوباوه، خو په دې شوری کې د عطا محمد نور او دوستم په شان کسان هم موجود وو چې له احمد مسعود سره يې اختلافات او ژوره عقده اوس هم لا موجوده ده.
د هندوکش غږ موندنې ښيي چې احمد مسعود په دې فکر دی چې په شوری کې راټول شوي ټول پخواني رهبران د ده په اصطلاح «تاريخ تير» او نور د دې وړ نه دي چې د افغانستان په قضيه کې دې حساب پرې وشي، خو عطا محمد نور او دوستم هغه ته د يوه «متکبر، خود خواه، بې احترامه او لوېدلي شخص» په سترګه ګوري، دواړه لوري د څو نورو لاملونو له امله يو پر بل سخت بدګومانه دي تر دې چې دا بدګوماني په يو حقيقت بدله شوې.
د هندوکش غږ د سرچينو له قوله څه موده وړاندې فضل احمد معنوي چې د مقاومت جبهې د رهبري شوری غړی او يو له مخکښو څهرو څخه دی او د مقاومت شوری غړيتوب يې هم درلود؛ د شوری په مجلس کې د عطا محمد نور له لوري په دې وجه له سختو او عقدهيي پوښتنو سره مخ شو چې ګواکې نوموړی طالبانو ته جاسوسي کوي، سره له دې چې فضل احمد معنوي د خپل ځان په اړه سپيناوی ورکړ، خو د عطامحمد نور شکونه لا پر ځای پاته وو او نږدې دوه مياشتې مخکې يې بالاخره فضل احمد معنوي دې ته مجبور کړ چې شوری پرېږدي.
له دې وروسته په يو ناڅاپي او حيرانوونکي اقدام کې مقاومت جبهې او د صلاح الدين رباني په مشرۍ د عطا محمد نور رقيب جميعت ګوند له ملي مجمع څخه خپل پرېکون اعلان کړ، خو په نا اعلان شوې توګه يې د مقاومت جبهې سره هم خپلې هر ډول اړيکې پرې کړې. سره له دې چې مقاومت جبهې او اسماعيل خان په ښکاره ډول د شوری څخه خپل پرېکون د شوری نورو غړو ته نه دی ابلاغ کړی، په بل عبارت تر اوسه د شوری غړي بلل کيږي، خو څه موده مخکې ايران ته د محقق په مشرۍ د مقاومت شوری د هيئت په سفر کې د مقاومت جبهې او اسماعيل خان څخه هيڅ ډول نظر او مشوره وانه خيستل شوه.
پر دې سربېره په شوری کې د احمد مسعود يوازينی پاته ملګری حضرت علي چې له مخکې په ايران کې موجود و؛ په جريان کې وانه چول شو او نه ورسره هيڅ ډول مشوره وشوه، چې دا عمل د حضرت علي له سختو نيوکو سره مخ شو او له دې سره سم د احمد مسعود له لوري ايران ته بېړنی سفر ترسره شو چې دا د مقاومت شوری په وړاندې يو ډول اعتراض او غبرګون وبلل شو.
تازه د هندوکش غږ موندنې ښيي چې مقاومت شوری حضرت علي د احمد مسعود، صلاح الدين رباني او اسماعيل خان لست ته شامل کړی دی او ښايي ډېر ژر يې د انزوا له سياست څخه په استفادې له شوری څخه وتلو ته اړ کړي.
د يادونې وړ ده چې مقاومت شوری اوس مهال د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهه، د صلاح الدين رباني په مشرۍ د جميعت ډله او اسماعيل خان خپل اصلي رقيبان بولي او تر منځ يې اختلافات نور هم په زياتېدو دي، په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د مقاومت شوری تلونکی هيئت به هم د احمد مسعود، صلاح الدين رباني او اسماعيل خان په وړاندې يوه رقابتي بڼه ولري.