د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې، د دغه وزارت اړوند ۲۰۱۵ عزم، ۲۱۷ عمري، ۲۰۲ منصوري قول اردوګانو او ۲۲۱ شهید افتاب فرقې څخه ۲۳۷۰ تنه منسوبین له څو میاشتنیو، عقیدوي، پوځي او مسلکي زده کړو فارغ او د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دندو ګمارل شوي دي.

د یادونې ده، چې ملي دفاع وزارت د هېواد د مسلکي اردو د جوړولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او دا مهال زرګونه نور ځوان سرتېري د دغه وزارت په تعلیمي مرکزونو کې په مسلکي او عقیدوي زده کړو بوخت دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version