د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې، د دغه وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو ۲۰۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د جګړه‌ییزو ځواکونو ښوونځي د DC توپ حفظ او مراقبت، SPG-9 ،M24 ،M2 هاوان او سرحدي پياده کورسونو له څلور میاشتنیو مسلکي زده کړو او عملي تطبیقاتو وروسته تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، مسؤلینو د یادو منسوبینو عملي تطبیقاتو تر ارزونې وروسته یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ويلي: «توپچي ځواکونه د پوځ د ملا د تیر حیثیت لري، هغه اردو چې مسلکي او پياوړي توپچي ځواکونه لري د جګړې د ډګر ګټونکي بلل کیږي؛ هڅه وکړئ چې په ياده برخه کې د عصري تکنالوژۍ او وسایلو کارول هم زده کړئ».

ورته مهال نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړی چې د ترلاسه شوو مسلکي زده کړو او «قوي ایماني جذبې» پر مټ به د هیواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه په مېړانه دفاع کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version