‏د ۲۱۵ عزم قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټيم په هلمند ولايت کي ژورې څاه ته لويدلی اته کلن ماشوم ژغورلی دی.

د خبرپاڼې له مخې یاد ماشوم د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې ۸۰ متره برمې ته لويدلی و، چې د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټيم له لوري د څو ساعته پرله‌پسي هڅو وروسته ژوندی را ویستل‏ شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ياد ماشوم روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی، خو د لا ښې درملنې په موخه د نوزاد ولسوالۍ اړوند روغتيايي مرکز ته لېږدول شوی دی.

د يادونې وړ ده، چي تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ياد ټيم د هلمند او فراه ولايتونو په مختلفو سيمو‏ کې د ورته پيښو پر مهال په وخت د هېوادوالو چوپړ کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version