هندوکش غږ د خپلو باوري سرچينو څخه تازه او دقيق معلومات تر لاسه کړي چې ډېر ژر تش په نوم مقاومت شوری يو هيئت پاکستان ته په سفر روان دی.

نږدې يوه نیمه میاشت وړاندې د دې سفر په اړه د پاکستاني استخباراتي مسؤولينو او مقاومت شوری په نوم شوری د یو تن مسؤول او استازي محمد محقق تر منځ توافق شوی و؛ چې له مخې به يې دا سفر په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.

د معلوماتو په اساس د تيرې مارچ مياشتې په لومړيو کې د مقاومت شوری رهبري غړي او د وحدت ګوند مشر محمد محقق پاکستان ته سفر وکړ چې په ترڅ کې يې د پاکستاني استخباراتي مسؤولينو او د محقق تر منځ په مختلفو مواردو توافق شوی و، چې له جملې یې په پاکستان کې د افغان سرپرست حکومت مخالفينو ته د دفترونو په واک کې ورکول، د اقامو ورکړه، د افغان سرپرست حکومت په وړاندې د فعاليتونو لپاره سياسي او نظامي ملاتړ او يو لړ نور موارد هغه څه وو چې د پاکستاني لوري يې په اړه ډاډ ورکړل شوی و، په دې شرط چې ټول فعاليتونه به د پاکستاني استخباراتو سره په هماهنګۍ مخ ته وړي او دواړه لوري به د افغان سرپرست حکومت په وړاندې ګډ اهداف تعقيبوي.

د هندوکش غږ د تازه مؤثقو معلوماتو په اساس هغه مهال محقق پاکستاني استخباراتو ته ډاډ ورکړی و چې دا موضوع به په شوری کې له ځينو خاصو او بانفوذه کسانو سره شريکوي او د هغوی قناعت او ملاتړ به ترلاسه کوي.

د وعدې مطابق محقق په پرلپسې ډول دا موضوع د مقاومت شوری له ځينو مهمو او بانفوذه کسانو سره شريکوله چې په پايله کې يې شوری تصميم ونيو تر څو د پاتې نورو موضوعاتو او جزئياتو په اړه د بحث لپاره خپل يو هيئت پاکستان ته واستوي.

ټاکل شوې، دا هيئت به ډير ژر له ترکيې څخه پاکستان ته سفر وکړي او ځينې مهم کسان يې چې وار له مخه په پاکستان کې موجود دي؛ ورسره يو ځای شي.

د سرچينې په وينا په ظاهري ډول به د دې سفر موخه په پاکستان کې د افغان مهاجرو د ستونزو په اړه خبرې کول وي، خو د پردې تر شا په پټو خبرو کې به د افغان سرپرست حکومت په وړاندې د خپلو فعاليتونو او په همدې موخه د دوه اړخيزو همکاريو په اړه بحثونه کيږي.

په دې وروستيو کې د پاکستاني استخباراتو او د افغانستان څخه د تښتېدلو سياسيونو تر منځ پټې استخباراتي اړيکې او راشه درشه زياته شوې، آی ايس آی(ISI) غواړي د تيرې ادارې سياسيون د افغانستان په اړه د موخو په ترلاسه کولو سربيره د ايران استقامت کې هم وکاروي کوم چې ډېری وخت د دواړو لورو د ليدونو له مهمو اجنډاوو څخه وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version