د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې د ملي دفاع وزارت د ژغورنې ټیم هلمند کي ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد ماشوم دوه کاله عمر درلود او تېره شپه د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې ۵۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و.

د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې اوس مهال د یاد ماشوم روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

یادې قول اردو وړاندې ډاډ ورکړی چې د ملي اسلامي اردو ځواکونه په هر ډول حالاتو او شرایطو کې د هېوادوالو خدمت ته چمتو دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version