د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، “د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د حمايې لوژستيکي کنډک په ورکشاپ کې په تېرو درې کلونو کې ۵۷۳۸ عرادې بېلا بېل پوځي وسایط چې د پخوانۍ اردو پر مهال تخريب شوي وو؛ د دويم ځل لپاره ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په ترمیم شویو وسايطو کې زغره وال ټانکونه، انټرنيشنل موټر، رينجر او ګڼ شمېر نور پوځي وسايط شامل دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بيا حاکميت وروسته سلګونه بېلا بېلې درنې وسلې هم ترميم شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version