د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، ” د هوایي ځواک له لوري یو بال الوتکه د لومړي ځل لپاره له فتحې وروسته په هوایي ځواک کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري ترمیم شوه، چې د پیلوټانو د نشتون له امله ولاړه وه، تېره ورځ یې د مولوي محمد یعقوب مجاهد په حضور کې په بریالیتوب سره د مسلکي پیلوټانو پر مټ پرواز تر سره کړ.”
په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، “یو بال هلیکفتر چې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري یې څو میاشتې د ترمیم چارې روانې وې هم په بریالیتوب سره پرواز تر سره کړ.”
دا په داسې حال کې ده چې د یاد وزارت له خوا له دې مخکې هم ډېری تخريب شوي الوتکې بېرته ترميم او پرواز ته اماده شوې وې.