د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، مولوي محمد یعقوب مجاهد نن ورځ پروان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له علماوو، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په دغه کتنه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد د یاد ولایت د خلکو او ولس ستونزې له نږدې واورېدې او هغوی ته یې وویل، موږ ستاسو په خدمت کې یو، ستاسو تر شاه ولاړ یو او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړی دی.”

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د اسلامي امارت د مشر په شتون کې غونډه شوې وه او هلته د قومونو ترمنځ په اتحاد او وروګلوۍ باندې ټينګار شوی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version