Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي: د پاکستان پوځي رژیم د بې‌بنسټه تورونو او عجولانه څرګندونو له لارې پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده نه شي اچولای
    افغانستان

    د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي: د پاکستان پوځي رژیم د بې‌بنسټه تورونو او عجولانه څرګندونو له لارې پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده نه شي اچولای

    صابر افغانصابر افغان6 فبروري 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، په داسې حال کې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا اسلام اباد کې د چاودنې غندنه وشوه، خو ‏د تېر په څېر د پاکستان دفاع وزیر سمدستي او په غیر مسئولانه ډول دا پېښه افغانستان ته منسوب کړه.

    د ملي دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی، چې دغه څرګندونې او پر افغانستان تور پورې کول هېڅ ډول منطق او بنیاد نه لري او په داسې عجولانه اظهاراتو سره یاد رژیم پر خپلو امنیتي ناکامیو پرده نه شي اچولای.

    نوموړي ویلي، که د پاکستان پوځي رژیم له پېښو سمدستي وروسته عامل معلومولای شي؛ نو بیا ولې یې په مخنیوي کې ناکام دی؟

    ښاغلي خوارزمي زیاته کړې، چې افغان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هیڅ کله د بې‌ګناه انسانانو وژل او زورول د سیاسي موخو لپاره جایز نه بولي او نه هم د دا ډول ناروا کړنو ترسره کوونکو ملاتړ کوي.

    د ملي دفاع وزارت ویاند وړاندې سپارښتنه کړې، چې د پاکستان امنیتي مسؤلین دې د امنیت په برخه کې له خپلې ناکامۍ څخه د تېښتې او د خلکو د پام بل لور ته د اړولو پر ځای خپل مسؤولیت په مناسب ډول ترسره کړي.

    نوموړي ویلي، چې یاد رژیم دې پر خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي او د دې پرځای چي خپل ولس او ګاونډي هېوادونه له ځانه لیري او مخالف کړي ‏د مثبت تعامل لار دې ونیسي.

    مخکینۍ مقالهپاکستانۍ خبرياله غريده‌ فاروقي: حکومت له چاودنې وروسته ډېر ژر د ځانمرګي بریدګر اړوند معلومات راټول کړل، دا معلومات ولې له برید څخه مخکې ترلاسه نه شول؟
    راتلونکي مقاله د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پر دوام هوکړه شوې

    مربوطه لیکنې

    د هسپانیې لومړي وزير ويلي د ايران جګړې اروپایانو ته له ۱۰۰ ميليارده يورو ډېر زيان اړولی

    17 اکتوبر 2026

    هرات کې د ټاپي پروژې د ګازو د وېش موقعيتونه تثبيت‌ شوي

    17 اکتوبر 2026

    د روسیې د لومړي وزير مرستيال په مشرۍ لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راځي

    17 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    د خبرونو سرټکي 17 اکتوبر 2026

    د نن شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    17 اکتوبر 2026

    د هسپانیې لومړي وزير ويلي د ايران جګړې اروپایانو ته له ۱۰۰ ميليارده يورو ډېر زيان اړولی

    17 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٢٥ مه.#هندوکش‌غږ

    17 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    17 اکتوبر 2026

    د هسپانیې لومړي وزير ويلي د ايران جګړې اروپایانو ته له ۱۰۰ ميليارده يورو ډېر زيان اړولی

    17 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،143 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.