د ملي دفاع چارسمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې د ملي دفاع چارسمبالي وزیر ویلي، د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده، په کابل کې د اذربایجان د سفارت پرانیستل یو مثبت گام دی او موږ د اوږدمهاله اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداگریزو او په نورو برخو کې د همکارۍ لپاره د ژر پیل کولو لپاره غوښتونکي یو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د اذربایجان سفیر ویلي، چې هېواد یې د اړیکو د ټینگښت ترڅنگ له اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.
تېره اوونۍ د اذربایجان سفیر د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه، چې هېواد به یې د افغان ډاکټرانو په روزلو کې پوره برخه واخلي.