د ننگرهار د کرنې رئیس عبدالستار محمد وايي، په دغه ولایت کې په ۲۵۸۲،۵ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي، چې سږني حاصلات به یې د اټکل له مخې ۸زره او ۹۶۴ ټنه وي.
دی وايي، پرو سږکال د دې مېوې حاصلات اووه زره او ۹۷۴ ټنه وو، چې سږ کال د گڼ شمېر نويو بڼونو ثمر ته په رسېدو، ښې بڼوالۍ او پاملرنې له امله په حاصل کې زياتوالی راغلی.
په ننگرهار کې د شلیل، ایرلي گرینډ، فلا وایټ او فلا گولډ نوعه شفتالان کرل شوي، چې د شلیل او ایرلي گرینډ نوعې یې پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کېږي.
د ننگرهار بهسود، کامې، ښېوه، سرهرود، شېرزاد، اچین، بټيکوټ، لعلپورې، خوږیاڼیو، چپرهار، گوشتې، روداتو، درهنور، کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د شفتالانو بڼونه شته دی.په ننگرهار کې سږ کال د سختو ورښتونو له امله د مېوو گڼ بڼونه زیانمن شوي دي.
بزگران وايي، د پرو سږکال په پرتله به یې حاصلات کم وي.د ننگرهار هوا د شفتالو سربېره خورما، مالټو، نارنجو، لیمو او نورو مېوو ته هم مساعده ده.