د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د رد الظلم عملیاتو پر مهال د پاکستاني رژیم ۱۳ پوستې تخریب شوي، څلور عسکر یې هلاک شوي او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې یې د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.

ښاغلي خوارزمي دغه څرګندونې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې مطبوعاتي غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل چې جګړه پرې تپل شوې او روان عملیات په بشپړه توګه مشروع دي.

هغه همدارنګه وویل، چې د «ردالظلم» عملیات د افغان خاورې د دفاع، د ظلم د مخنیوي او د پاکستاني پوځي رژیم د پرله‌پسې تېریو په ځواب کې روان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version