د پنجشېر ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد ولايت د ملي پوليسو ليکو ته د دوه زره پنجشېري ځوانانو د جذب د لړۍ له ډلې تازه ۵۸۲ پنجشېري ځوانان د ملي پوليسو ليکو ته جذب شول او پاتې ۱۵۰۰ نور بستونه به د مشرتابه له لوري تر منظورۍ وروسته پنجشېري ځوانانو ته ورکړل شي.
د سرچينې په وينا، د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم ويلي، چې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري ورته د ۱۵۰۰ نورو بستونو د منظورېدو ډاډ هم ورکړل شوی او ډېر ژر به د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړې پېرزوينې له مخې ياد بستونه هم منظور او پنجشېري ځوانان پکې په دندو وګمارل شي.
د پنجشېر والي دغه راز په بهر کې مېشتو پنجشېري ځوانانو ته په خطاب کې ويلي: «پنجشېري ځوانان بايد د دښمن د تبليغاتو ښکار نه شي او بېرته خپل ولایت ته راستانه شي، موږ ژمن يو چې ټول په مناسبو ځايونو کې په دندو وګمارو».
سرچينه زياتوي چې روان کال تر دې وړاندې ۶۰۰ پنجشېري ځوانان د اسلامي ملي اردو ليکو ته جذب شوي او ۴۰۰ نور به هم ډېر ژر جذب شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې د ملي پوليسو ليکو ته د ۵۸۲ پنجشېري ځوانانو له ډلې ۵۱ تنه د افسرانو، ۴۹ تنه د ساتنمنانو، ۴۷۴ د سربازانو او ۸ تنه نور د ملکي کارمندانو په حيث په دندو ګمارل شوي دي.