د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د افغانستان د اوسني حکومت د ۲۲ لوړ پوړو چارواکو د نوملړ تازه کول او پر هغوی د سفر او شتمنیو د کنګل بندیز لګول، په حقیقت کې د یوې داسې زړې نسخې تکرار دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې خپله ناکامي په ځلونو ثابته کړې ده. دا ډول اقدامات چې تر ډېره د سیاسي فشار په موخه ترسره کېږي، کله چې له عیني واقعیتونو سره پرتله شي، نو جوته به شي چې نه یوازې اغېزمن نه دي، بلکې د نړیوالو سازمانونو د بې وسۍ ښکارندویه دي.
دا بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د اوسني حکومت مشران د تېرو چارواکو برخلاف په بهرنیو هېوادونو کې نه شخصي بانکي حسابونه لري او نه هم کومه بله سرمایه لري. کله چې د یو چا شتمني په هېواد کې دننه او د خپل ولس په منځ کې وي، نو په بهر کې د شتمنیو د کنګل کولو بندیز یوازې یوه تبلیغاتي جنبه خپلوي او په عمل کې د دغو چارواکو پر ژوند او فعالیت هیڅ ډول منفي تأثیر نشي غورځولی.
د سفرونو په برخه کې هم دا محدودیتونه له منطقي پلوه ځای نه نیسي. د حکومت د لومړۍ درجې مشران او وزیران تر ډېره په داخل کې پر مدیریت او د نظام پر پیاوړتیا بوخت دي او بهرنیو سفرونو ته ډېره اړتیا نه ویني. دوی خپل ټول وخت د هېواد په بیارغونه او امنیت لګوي، نو ځکه د سفر بندیز د دوی لپاره کومه لویه ننګونه نه ده او نه یې هم له خپل کاره منع کولای شي.
بله مهمه نکته دا ده چې د اوسني نظام د ډیپلوماسۍ ماشین په ډېر مهارت سره له یوې مرجع څخه روان دی. د بهرنیو چارو وزارت له نړۍ سره په دوامداره اړیکه کې دی او ټولې هغه چارې چې په بهرنیو هېوادونو پورې تړلې دي، د همدې وزارت له لارې په سمه توګه مخې ته وړل کېږي. دا په دې معنی ده چې د نورو وزیرانو فزیکي سفرونو ته ډېره جدي اړتیا نه لیدل کېږي او ډیپلوماټیکه خلا په بشپړ ډول ډکه ده.
د ملګرو ملتونو دا لېست د یوې بلې جالبې نکتې په درلودلو سره هم بې اغیزې دی او هغه دا چې د دویمې درجې مسؤلین او تخنیکي پلاوي په آزاده توګه سفرونه کوي او د پام وړ لاسته راوړنې لري. کله چې تخنیکي کارونه د هغو کسانو له خوا مخې ته وړل کېږي چې په لېست کې داخل نه دي، نو د لومړۍ درجې چارواکو پر نومونو بندیز یوازې سمبولیکه بڼه اخلي، چې د نظام په ورځنیو چارو کې هیڅ سکتګي نه راولي.
که د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو بندیزونو کومه ګټه یا تأثیر درلودای، نو په تېرو کلونو کې به یې خپله پایله ورکړې وای. حقیقت دا دی چې دا ډول اقدامات د حل لار نه ده؛ ځکه نه دغه چارواکي په بهر کې سرمایه لري او نه هم د هغوی د کارونو مخه په دې ډول نیول کېدای شي. نړۍ ته پکار ده چې د بندیزونو د ناکامې تجربې پر ځای د رغنده تعامل او واقعیتونو د منلو لاره غوره کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
