د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له ټولو هېوادونو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د سولې د تامین په موخه فلسطین د یو خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژني.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې څه موده وړاندې د فلسطین د رسمیت پیژندلو په اړه اقدامات ترسره کړې دي، په دغو هېوادونو کې ناروی، ایرلینډ او هسپانیه شامل دي، چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پیژندلی دی.

رویټرز زیاته کړې چې دغو کارپوهانو د فلسطین په رسمیت پیژندل د فلسطینیانو یو مسلم حق بللی او د دوی مبارزه یې تائید کړې ده.

یادو کارپوهانو په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې په غزه کې سمدستي اوربند او په رفح کې د اسرائیلي ځواکونو پوځي حضور ختمېدل د فلسطین او په ټول منځني ختیځ کې د سولې رامنځ ته کېدو په موخه اساسي شرط دی چې باید عملي شي.

د ناروې، ایرلینډ او هسپانې را وروسته سلوانیا هغه هېواد دی، چې د فلسطین دولت یې په رسمیت پیژندلی دی.

په غزې تړانګه او نورو بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو لخوا د ترسره کېدونکو ظلمونو پر وړاندې نړۍوال غبرګونونه زیات شوي دي او په پایله کې ډیری هېوادونو خپلې ټولې اړیکې له اسرائیلو سره پرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version