د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د دغه ولايت له ټولو امنیتي مسوولینو سره لیدنه ترسره کړې او په دغه ولايت کې د انسانانو د قاچاق په بشپړ مخنيوي بحث شوی.
د معلوماتو له مخې په دغه ناسته کې د نیمروز امنیه قومندان د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په پروسه، کړنو او لاسته راوړنو خبرې کړي او خپل معلومات یې د مسوولینو سره شریک کړي.
له بل لوري بيا د نیمروز والي د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په هکله د ټولو مسوولینو کړنې ستايلي او په خپلو خبرو کې یې د امنیتي ادارو د ښه کړنو له امله په دغه ولایت کې د انساني قاچاق له مخنیوي ډاډ ورکړی.
ياده دې وي چې څه موده وړاندې د سرپرست حکومت مشرتابه په يوه فرمان کې د انسانانو قاچاق له اسلام سره په ټکر کې وګاڼه او منعه يې وګرځاوه، او له دغه فرمان وروسته د اړونده ادارو له لوري په بېلابېلو ولايتونو کې د دې چارې د مخنيوي هڅې روانې دي.