د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د یو پلاوي په مشرۍ نن (سه‌شنبه، د غبرګولي ۱۳مه) د واورین پړانګ د ساتنې لپاره د رهبرۍ کمیټې په نهمه سیمه‌ییزه غونډه (GSLEP) کې د ګډون په پار قرغیزستان ته په سفر تللی.

د خبر له مخې، ښاغلي خالص ویلي، چې پر هېواد د ا.ا له بیا ځلې واکمنیدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې د ا.ا پلاوی په یاده سمیه يیزه غونډه کې ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړې چې ياده غونډه د ۲۰۲۵ کال د جون په ۵ او ۶ مه نېټه په قرغیزستان هېواد کې جوړېږي او د هغو دولسو هېوادونو چې د واورین پړانګ طبيعي استوګنځایونه لري، لوړپوړي چارواکي، مسلکي کارپوهان او استازي ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې د افغان پلاوی به دې غونډه کې د بدخشان او نورستان په غرنیو سیمو کې د واورین پړانګ د ساتنې لپاره د ملي هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي او همدارنګه هغه ستونزې او ننګونې چې په یاده برخه کې موجودې دي له اړونده هېوادونو سره شریکې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version